سپينه ماڼۍ وايي، په داسې حال کې چې روسيې پرېکړه کړې، له سوريې خپل پوځيان وباسي، خو امريکا نه غواړي له دې هېواده خپل پوځيان وباسي.
د سپينې ماڼۍ ويانده سارا هاکابي وايي، امريکا به همداسې مخته روانه وي او هر هغه څه يې چې د داعشيانو د له منځه وړلو لپاره له وسې پوره وي ترسره کوي.
هغې زياته کړه، امريکايي پوځيان به تر هغه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې داعشيان يې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړي او همدارنګه به سوريې ته د ترهګرو د ورتګ په مخنيوي کې پوره هڅه کوي.
د امريکا د دفاع وزارت وياند د دوشنبې په ورځ وويل، چې له سوريې به د روسي پوځيانو ايستل د امريکا په هغو اقداماتو کوم اغېز ونه کړي، چې د دوی په لومړيتوب کې دي.
پنټاګون د تېرې مياشتې په پای کې رسمأ اعلان وکړ، چې په سوريه کې د دوی د پوځيانو شمېر ۱۷۲۰ تنو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسيې جمهور رييس ويلاديمير پوتين تېره ورځ له سوريې د خپلو پوځيانو د وتلو امر صادر کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ