ads

لوګر كې څه کم شپږ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

په لوګر ولايت کې د يكشنبې په ورځ څه کم شپږ ټنه بېلابېل ډوله نشه يي توکي وسوځول شول.
چارواكو د دغو نشه يي توكو اندازه ۵۸۲۷ کيلو ګرامه ياده كړه، چې په تېرو نږدې دوو كلونو كې د امنيتي ځواكونو له لوري نيول شوي وو.

نویسنده: sarwan
20 لیندۍ 1396
لوګر كې څه کم شپږ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

په لوګر ولايت کې د يكشنبې په ورځ څه کم شپږ ټنه بېلابېل ډوله نشه يي توکي وسوځول شول.
چارواكو د دغو نشه يي توكو اندازه ۵۸۲۷ کيلو ګرامه ياده كړه، چې په تېرو نږدې دوو كلونو كې د امنيتي ځواكونو له لوري نيول شوي وو.
د لوګر امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمت الله عليزى وايي، په يادو نشه يي توکو كې ۹۵ کيلو ګرامه هيرويين، ۱۰۸ کيلو ګرامه مورفين، ۳۳۱۴ کيلو ګرامه ترياک، ۱۵۵ کيلو ګرامه بنګدانه او ۲۲۴۹ کيلو ګرامه چرس شامل وو، چې په تړاو يې ۱۳ قاچاق کوونکي،۱۵۰ زره افغانۍ، درې وسايط او ۱۴ موبايلونه هم نيول شوي دي.
بلخوا د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل، نشه يي توكي د ترهګرو د تقويې سبب كېږي، چې مخنيوى يې ډېر ضروري دى.
هغه زياته كړه، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په لوګر ولايت کې د نشه يي توکو کښت صفر دى، چې په دې برخه کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د سيمه ييزو خلکو لاس او همکاري موجوده ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA