ads

د هرات په هوایي ډګر کې۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د هرات په هوایی ډګر کې پولیسو دوه تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

نویسنده: sarwan
20 لیندۍ 1396
د هرات په هوایي ډګر کې۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د هرات په هوایی ډګر کې پولیسو دوه تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هرات د هوایي ډګر د سرحدي پولیسو مرستیال محمد ناصر نېک نام کلید ته وویل، یو سړی او یوه ښځه له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست د کارکوونکو له لوري هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل يې هند ته لاړ شي.
د نېک نام په وينا، نيول شويو کسانو نږدې دوه کیلو ګرامه هیرویین ډوله نشه یي توکي، په ماهرانه ډول په خپلو بکسونو کې ځای پر ځای کړي وو، چې غوښتل يې ډېلي ته يې ولېږدوي.
نوموړی زياتوي، ياده ښځه د ننګرهار ده او سړی، چې ورسره نيول شوی ادعا کوي، د يادې مېرمنې زوی دی.
د هرات د هوایي ډګر د سرحدي پولیسو مرستیال زياته کړه، د دغو کسانو دوسيه د څېړلو په حال کې ده او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته ولېږدول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA