ads

د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ آيرلنډ وګټله

د الکوزي جينسېنګ انرژي کپ د كركټ د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ آيرلنډ وګټله.
د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه، خو دويمه او درېيمه د آيرلنډ په ګټه پاى ته ورسېدې.

نویسنده: sarwan
20 لیندۍ 1396
د كركټ د يو ورځنيو لوبو لړۍ آيرلنډ وګټله

د الکوزي جينسېنګ انرژي کپ د كركټ د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ آيرلنډ وګټله.
د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه، خو دويمه او درېيمه د آيرلنډ په ګټه پاى ته ورسېدې.
د درېيمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو ټوله لوبډله يې د ۱۷۷ منډو په ترلاسه کولو او د ۴۸ اعشاريه ۲ اورونو په لوبولو سره وسوځېده.
د افغانستان له لوري ورکړل شوى هدف آيرلنډ په ۳۸ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او د لوبو دغه لړۍ يې وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړى پاول سټيرلينګ اعلان شو.
يادې لوبې د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجې نړيوال لوبغالي كې ترسره شوې.
افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي وويل، د دې لوبو تېروتنې به په راتلونکو لوبو كې نه تکرارېږي او زياته يې کړه، چې د زمبابوې او د نړيوال جام غوراوي سياليو کې به د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA