ads

باميانو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی دوه برابره شوی

د باميانو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په دې ولايت له ښځو سره تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

نویسنده: sarwan
20 لیندۍ 1396
باميانو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی دوه برابره شوی

د باميانو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په دې ولايت له ښځو سره تاوتريخوالی ډېر شوی دی.
په ياد ولايت کې د ښځو د څانګې مسوولې او د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون سرپرستې حکيمې علي زاده کليد ته وويل، چې په تېرو لسو مياشتو کې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی دوه برابره شوی دی.
مېرمن علي زاده زياته کړه، سږ کال د تاوتريخوالي ۱۴۰ پېښې ثبت شوې دي، خو تېر کال د تاوتريخوالي ۷۰ پېښې شوې وې.
د نوموړې په وينا، له ښځو سره د تاوتريخوالي د ډېرېدو اصلي علت، د ښځو د عامه پوهاوي لوړوالی، بې وزلي، بې کاري او نا سم دودونه دي، خو له دې سره سره بيا هم د نورو ولايتونو په پرتله له ښځو سره تاوتريخوالی لږ دی.
په ورته وخت کې ښځينه مدني فعالې بيا وايي، چې ښځو ته بايد د اسانتياوو زمينه برابره شي، ښځې بايد خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA