امنيتي چارواكي وايي، چې د كندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ كې يې د پامير ۱۴ په نوم روانو عملياتو په ترڅ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه عمليات وړمه ورځ پيل شوي دي.
د پامیر د ۲۰مې فرقې د ارکان رئیس جنرال سید قربان موسوي رسنیو ته وویل، تراوسه ۱۰۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۵۹ تنه یې وژل شوي او پاتې نور یې سخت ټپیان دي.
د موسوي په وینا، په وژل شویو او ټپیانو کې د طالبانو لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي.
د پامیر د ۲۰مې فرقې د ارکان رئیس دغه عملیات بریالی بولي او زیاتوي، چې د طالبانو ستر مرکزونه یې په هوایي بمباریو کې له منځه وړي دي.
بلخوا د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعدي هم په دې ولسوالۍ كې روان عملیات بریالي بولي او وايي، چې له عملیاتو وروسته به په پاکو شویو سیمو کې امنیتي بېزونه او پوستې جوړې كړي، ترڅو تلپاتې امنیت رامنځته شي.
د ولسوال په خبره، عملیات به تر هغه وخته دوام ولري، ترڅو ټول امام صاحب د طالبانو له شتونه پاك شوى نه وي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
نږدې درې میاشتې وړاندې هم د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په ضد عملیات پیل شوي وو، چې له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدل.