ads

د کابينې ۱۱ نويو وزيرانو د لوړې مراسم ترسره كړل

د ملي يووالي حکومت د کابينې ۱۱ نويو وزيرانو، چې په دې وروستيو کې يې له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه کړې وې، تېر ماښام په ارګ كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په وړاندې د لوړې مراسم ترسره كړل.

نویسنده: sarwan
19 لیندۍ 1396
د کابينې ۱۱ نويو وزيرانو د لوړې مراسم ترسره كړل

د ملي يووالي حکومت د کابينې ۱۱ نويو وزيرانو، چې په دې وروستيو کې يې له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه کړې وې، تېر ماښام په ارګ كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په وړاندې د لوړې مراسم ترسره كړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير شهزاد اريوبي، د اقتصاد وزير مصطفى مستور، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمد شفيق ګل اغا شېرزي، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مجيب الرحمن کريمي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير محمد حميد طهماسي، د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزير فيض الله ذکي او د ټولګټو چارو وزير يما ياري د وفادارۍ لوړه وکړه.
د لوړې مراسمو په پاى کې جمهور رئيس غني هيله وښوده، چې په راتلونکي کې ښځې هم وکولاى شي له پارلمان څخه د باور راىې ترلاسه کړي، ترڅو دوى وتوانېږي په هراړخيز ډول اساسي قانون ته خپله ژمنتيا څرګنده کړي.
هغه وويل، سرتاسري اصلاحات ضروري دي، دا اصلاحات بايد په پراخه توګه ترسره شي او ټول بايد په متحدانه ډول د پلانونو د اجرا کولو لپاره هڅې وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA