ads

پاکستان وايي، له دې وروسته امريکايي بې پيلوټه الوتکې په نښه کوي

د پاکستان د هوايي ځواکونو مشر وايي تر دې وروسته به د امریکا بې پيلوټه الوتکې په نښه کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 لیندۍ 1396
پاکستان وايي، له دې وروسته امريکايي بې پيلوټه الوتکې په نښه کوي

د پاکستان د هوايي ځواکونو مشر وايي تر دې وروسته به د امریکا بې پيلوټه الوتکې په نښه کړي. د پاکستان د هوايي ځواک قومندان مارشال سهیل امان د محصلینو یوې غونډې ته ویلي، چې هوايي ځواک پیاوړی دی او له خپل هوايي حریم دفاع کولی شي. دده په وینا خپلو ټولو پوځیانو ته یې امر کړی، چې تر دې وروسته دې بې پيلوټه الوتکې په نښه کړي. امریکايي بې پيلوټه الوتکې له ۲۰۰۴ کال راهیسې پر قبایلي سیمو هوايي بریدونه کوي. د امریکايي چارواکو په وینا دغه بریدونه یوازې د ډېرو مهمو کسانو د په نښه کولو په موخه تر سره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA