ads

ننګرهار كې له سلګونو كورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار له خوږياڼو ولسوالۍ څخه بې ځايه شوو ۴۹۰ کورنيو سره تېره ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې په همغږۍ د خوراک نړيوال پروګرام له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.

نویسنده: sarwan
15 لیندۍ 1396
ننګرهار كې له سلګونو كورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار له خوږياڼو ولسوالۍ څخه بې ځايه شوو ۴۹۰ کورنيو سره تېره ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې په همغږۍ د خوراک نړيوال پروګرام له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د دغه ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د رئيس غلام حيدر فقيرزي له قوله راغلي، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو ګرامه وړه، اووه ليټره غوړي، اووه کيلو ګرامه دال او يو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
نوموړى وايي، د خوراکي توكو د مرستې لړۍ د خوږياڼو جنګ ځپلو کورنيو ته دوام لري او ټينګار کوي، چې ټولې مرستې به په شفاف ډول مستحقو کورنيو ته ورکړل شي.
بل لور ته پرون د يادې ولسوالۍ ۴۶ كورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه او هرې كورنۍ ته د NRC ادارې لخوا ۱۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ هم د خوږياڼو له يو شمېر بې ځايه شوو کورنيو سره د نغدو پيسو او غيرې خوراكي توكو مرسته شوې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA