د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یې په دغه ولایت کې د ګڼو پروژو چارې پیل کړې.
د دې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مرکز کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دولس میلیونه، اته نوي زره او اته سوه اتیا افغانیو په لګښت سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د ۶۳۰ مټرو په اوږدوالي د سړک د دواړو غاړو د ویالو، پياده رونو، حفاظتي دېوال او شنو نمونه یي سیمو جوړولو چارې پیل شوې.
د خبرپاڼې په حواله د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې د ښار د پراختیا، ابادۍ، سمسورتیا او په معیاري توګه د جوړولو په برخه کې یو شمېر نورې پروژې هم چمتو دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.