په باميانو ولايت کې ښځينه فعالينو په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې نرګس نهان ته د نه باور رايې په ورکړې، ولسي جرګه له ښځو سره په تبعيضي چلند تورنه کړه.
دې ولايت کې د ښځو د حقوقو مدني فعالې حکميې اکبري وويل، چې د پارلمان وکيلانو نرګس نهان ته د نه باور رايې په ورکړې، د ښځو او سړيو ترمنځ توپير کړی، چې دا يو دوه ګونی چلند دی.
يادې مېرمنې په داسې حال کې اعتراض کوي، چې درې ورځې وړاندې ولسي جرګه کې له يوې مېرمنې پرته نورو ټولو نوماند وزيرانو د باور رايې واخيستې، چې د پارلمان دې کار سره د ښځو له حقونو د دفاع مدني فعالينو تند غبرګونونه وښودل.
په باميانو ولايت کې د ښځو له حقونو ښځينه فعالينو په يوې درې ماده ييزې پرېکړه ليک کې له حکومته غوښتنه وکړه، چې د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو ټاکنې دې په خپل وخت ترسره کړي.
دوی همدارنګه وويل، چې په شفافو ټاکنو دې ولسي جرګې ته د هغو خلکو مخه ونيسي، چې له ښځو سره تبعيضي چلند کوي.