ads

افغانستان په كركټ كې ايرلنډ ته ستره ماتې وركړه

د افغانستان په کوربه توب د الکوزي جينسېنګ انرژي جام د درېيو پنځوس اوريزو نړيوالو سياليو لومړۍ لوبه كې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې نړيوال لوبغالي كې ترسره شوه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د ايرلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۳۸منډو په توپير ستره ماتې ورکړه.

نویسنده: sarwan
15 لیندۍ 1396

د لوبې پچه د ايرلنډ لوبډلشمر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه، خو د ايرلنډ لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۳۱ اعشاريه څلور اورونو كې د ۱۰۰ منډو په جوړولو له لاسه وركړل.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ځوان لوبغاړي مجيب ځدراڼ څلور، راشد خان درې، دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي يوه ويکېټ ترلاسه کړه.
مجيب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د افغانستان او ايرلنډ د كركټ لوبډلو ترمنځ به دويمه پنځوس اوريزه لوبه سبا په شارجې نړيوال لوبغالي كې د کابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو پيل شي.
د کرکټ نړيوالې شورا له بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو وروسته دا لومړى ځل دى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پنځوس اوريزې لوبې ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA