د غور امنيتي چارواکي وايي، داعشيانو په دې ولايت کې يوه زيارت ته اور اچولی دی.
د غور د امنيې قومندانۍ وياند محمد اقبال نظامي کليد وويل، د غه پېښه د دولت يار ولسوالۍ د قاضيانو په کلي کې شوې ده.
نظامي زياته کړه، دغه زيارت د ملا بدل په نوم يادېږي، خو د زيارت د تاريخي سابقې په باب يې څه ونه ويل.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال داعشيان د غور ولايت په غلمين سيمه کې يوه قرارګاه لري او امنيتي ځواکونو په وار وار سره د دې سيمې د نيولو لپاره عمليات تر سره کړي، خو بيا هم نه دي توانېدلي، چې ياده سيمه له داعش وسله والو څخه ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ