د خوست ولايتي شورا د خپل دفتر دروازه د دې ولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د دندې د ځنډولو او پر هغه د لګېدلو تورونو په غبرګون کې د اعتراض په توګه وتړله.
د ولايتي شورا غړي وايي، چې پر امنيې قوماندان فيض الله غيرت د اداري فساد تورونه لګېدلي او دنده يې ځنډول شوې ده، خو زياتوي چې پر هغه لګېدلي تورونه بې بنسټه دي.
دوی نن يوه خبري کنفرانس ته وويل، د ولايتي شورا د دفتر دروازه به تر هغه تړلې وي، چې پر فيض الله غيرت د لګېدلو تورونو د څېړلو لپاره يو ګډ پلاوی وټاکل شي.
د خوست د ولایتي شورا غړي داسې مهال د امنیې قومندان په ملاتړ غونډې کوي، چې یوه برخه خوستوال امنیې قومنداني په ښار کې د قتلونو او نشه یي توکو خرڅلاو په برخه کې په ناغېړۍ تورنوي.