د باميانو ولايت دوه امنيتي مسوولين پر يوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نيول شوي دي.
د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير سمونمل جليل واثق کليد ته وويل، د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر مرستيال علي نجفي او د ملي امنيت کار کوونکی بهمن د باميانو د امنيتي ځواکونو د همغږۍ په مرکز کې د شرابو څښلو او پر يوې ۲۰ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په مهال ونيول شول.
د هغه په وينا، دغه امنيتي مسوولين اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي، ځينې وکيلان او د سيمې يو شمېر مشران د دغو نيول شوو امنيتي مسوولينو د خوشې كولو هڅه کوي.
په ورته وخت کې دغه۲۰ کلنه نجلۍ هم اعا کوي، چې يادو امنيتي مسوولينو پرې جنسي تېری کړی.
نوموړې له دولته غواړي، چې په حق کې يې عدالت وشي او عدلي او قضايي ارګانونه بايد دواړه نيول شوي امنيتي مسوولين محاکمه کړي.
بلخوا د باميان د بشري حقونو مدني فعالانو په ټولنيزو شبكو كې د دغه كار له كبله د ملي يووالي حكومت په كلكه غندلى او له عدلي او قضايي ارګانونو يې غوښتي، چې تورنو كسانو ته سخته سزا وركړي.