غور کې د مټرولوجۍ يا هوا پېژندنې یوه دستګاه نصب او ګتې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ولايت د والي ویاند عبدالحی خطیبي کلید ته وویل، چې د مټرولوجۍ دغه دستګاه د ترکيې هېواد په مرسته د هوايي چلند ادارې له لوري د یو نیم میلیونه دالړو په ارزښت د غور په فېروز کوه هوایي ډګر کې ولګول شوه.
خطیبي زياته کړه، یاده دستګاه د هوا فشار، د تودخې درجه او د باد د لوري د معلومولو لپاره ډېره ارزښناکه ده او وایي، چې د دې دستګاه په وسیله به دا ولایت هوایي ډګر کې خپل عادي او بېړني پروازونه ترسره کوي.
د يادولو ده، چې دا دستګاه د هېواد له هغو پنځو اتومات دستګاوو څخه ده، چې د هوا د حالاتو د معلومولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي.