ads

ننګرهار کې د ۲۴۴ ميليونه افغانيو په ارزښت درې پروژې پيل او پرانيستل شوې

د عامې روغتيا د وزير فېروزالدين فېروز په ګډون تېره ورځ د يو شمېر حکومتي چارواکو له لوري ننګرهار کې د ۲۴۴ ميليونه افغانيو په ارزښت درې رغنيزې پروژې پيل او پرانيستل شوې.

نویسنده: sarwan
12 لیندۍ 1396
ننګرهار کې د ۲۴۴ ميليونه افغانيو په ارزښت درې پروژې پيل او پرانيستل شوې

د عامې روغتيا د وزير فېروزالدين فېروز په ګډون تېره ورځ د يو شمېر حکومتي چارواکو له لوري ننګرهار کې د ۲۴۴ ميليونه افغانيو په ارزښت درې رغنيزې پروژې پيل او پرانيستل شوې.
فېروز وويل، چې د لومړي ځل لپاره يې په دې ولايت کې د ۲۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت د خوراكي او روغتيايي توكو د يوه لابراتوار د بنسټ ډبره كېښوده او د ۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت يې د ګرځنده امبولانس خدمتونه پيل کړل.
د عامې روغتيا وزير زياته کړه، د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت جلال اباد کې د فاطمة الزهرا روغتون ترميم او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
بلخوا والي ګلاب منګل وويل، د ننګرهار او په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار نفوس ته په کتو د روغتيا په برخه کې اوسني امکانات او وړاندې کېدونکي خدمتونه بسنه نه کوي.
هغه د عامې روغتيا له وزيره وغوښتل، چې ننګرهار ته لا نورې روغتيايي پروژې منظورې کړي.
د روغتيايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې يې د ننګرهار ولايت په مرکز او ولسواليو کې ۳۰ بېلابېلې پروژې تر لاس لاندې نيولي، چې يو شمېر يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او پاتې به يې هم ژر بشپړې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA