ads

خوست کې د اېډز ټولې ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي

په خوست کې نن د اېډز د مخنیوي او کمېدو په اړه داېچ ای وي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې ولایت کې د اېچ ای وي د مرکز مسوولین وايي، چې خوست کې د دې ناروغۍ ټولې څلور اتیا مثبتې پېښې ثبت شوي، چې نهه شپیته يې تر درملنې لاندې دي.

نویسنده: sarwan
12 لیندۍ 1396
خوست کې د اېډز ټولې ۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي

په خوست کې نن د اېډز د مخنیوي او کمېدو په اړه داېچ ای وي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
په دې ولایت کې د اېچ ای وي د مرکز مسوولین وايي، چې خوست کې د دې ناروغۍ ټولې څلور اتیا مثبتې پېښې ثبت شوي، چې نهه شپیته يې تر درملنې لاندې دي.
همدارنګه د خوست د عامې روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري وايي، چې په دې مرض اخته کسان په لوی لاس نه غواړي دې مرکز ته ورشي او په وینا یې چې که چېرې څوک د معایناتو لپاره مراجعه وکړي پېښې نورې هم زیاتېدای شي.
د نوموړي په وينا، د اېچ ای وي په مرکز کې ټول ناروغان په وړیا توګه تداوي کېږي.
د اېډز د مخنیوي مرکز مسوول د محبت سعیدي په خبره، چې د یو کال په موده کې د اېچ ای وي یوولس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په ورته وخت کې ډاکټر احمد شاه وايي، چې دغه ناروغۍ یوازې د جنسي لارې نه بلکې د وینې راکړې ورکړې، د غاښونو درملنې، د جراحۍ او د ويښتانو د پرې کولو پر وخت یو او بل ته انتقالېدای شي.
په خوست کې خلک وايي، چې د اېچ ای وي ناروغان له شرمه ډاکټرانو ته د تشخیص او درملنې لپاره نه ورځي، چې له امله یې د اېډز ناروغۍ په ټولنه کې مخ په زیاتېدو ده.
دوی زیاتوي، که چېرې ناروغان خپله ناروغي کنټرول کړي نو په ټولنه کې به یې تر یوه حده د دې ناروغۍ په کمېدو کې مرسته کړې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA