ads

باميانو کې د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې دفتر جوړ شو

د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې خپل لومړنى ولايتي دفتر له خبريالانو د ملاتړ او له هغوى سره د همكارۍ په هدف په باميان كې جوړ كړ.
د دغه دفتر د رياست چوكۍ لپاره نهو تنو ځانونه كانديد كړي وو، چې د ټاكنو په ترڅ كې په باميان كې د كليد ګروپ خبريال اسحق اكرمي دې چوكۍ ته غوره شو.

نویسنده: sarwan
12 لیندۍ 1396

اكرمي وايي، په دغه ولايت كې د خبريالانو د ملاتړ په هدف د دفتر جوړېدل يوه جدي اړتيا وه.
د هغه په وينا، د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې د دفتر په جوړېدو سره به په باميان كې د مېشتو كورنيو او بهرنيو خبريالانو ډېرى ستونزې حل شي.
د يادونې وړ ده، چې اسحق اكرمي له ۱۳۹۳ لمريز كال راهيسې له كليد ګروپ سره د خبريال په توګه كار كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA