ads

هراتيان به تر يو کال پورې د ټاپي پروژې له ګازو برخه من شي

د ټاپي پروژې مسوولين چې هرات ته يې سفر کړی وايي، هراتيان به د افغانستان لومړني وګړي وي، چې د ټاپي پروژې له ګازو برخه من شي.

نویسنده: sarwan
11 لیندۍ 1396
هراتيان به تر يو کال پورې د ټاپي پروژې له ګازو برخه من شي

د ټاپي پروژې مسوولين چې هرات ته يې سفر کړی وايي، هراتيان به د افغانستان لومړني وګړي وي، چې د ټاپي پروژې له ګازو برخه من شي.
د هرات ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ترکمنستانه هرات ته د ټاپي پروژې د ګازو د نل ليکو له راتلو سره هم مهاله به د هرات ښار دننه هم د ګازو د نل ليکو شبکې کار پيل شي.
د خبر پاڼې له قوله، په کابل کې د ترکمنستان سفير او د ټاپي پروژې رييس د هرات له والي محمد اصف رحيمي سره په خبرو کې ويلي، چې تر راتلونکي يو کال پورې به ټاپي پروژه هرات ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د هرات والي هم د دې پروژې د پرانيستې مراسمو ته د پوره چمتووالي ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ، چې افغانان به ټاپي پروژې ته د يوه جشن په توګه ښه راغلاست ووايي.
اصف رحيمي په دې پروژه کې د هراتي ځوانانو د ګمارنې غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده، چې له بېلابېلو ادارو څخه يو جوړ شوی کمېسيون به د پروژې د پرانيستې مراسمو د چمتووالي پروسه وڅاري.
د يادې پروژې ۵۰۰ کيلو مټره نل په ترکمنستان کې غزول شوی او پاتې نور د هرات تر مرکز پورې به يې تر راتلونکي يو کال پورې وغزول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو د ټاپي د ګازو د نل ليکې لس ميليارد ډالري پروژه پرانيستله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA