ads

افغانستان يو ځل بيا د انټرکانټيننټل کپ سياليو اتل شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټيننټل کپ سياليو اتلولي ترلاسه کړه.
نن د افغانستان او متحده عربي اماراتو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انټر كانټېنېنټل كپ د روانې څلور ورځنۍ لوبې وروستۍ ورځ وه.

نویسنده: sarwan
11 لیندۍ 1396
افغانستان يو ځل بيا د انټرکانټيننټل کپ سياليو اتل شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټيننټل کپ سياليو اتلولي ترلاسه کړه.
نن د افغانستان او متحده عربي اماراتو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انټر كانټېنېنټل كپ د روانې څلور ورځنۍ لوبې وروستۍ ورځ وه.
دا لوبه د ابوظبي په شېخ زايد لوبغالي كې ترسره شوه، چې د لوبې پچه اماراتو وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۵۱۰ منډې وكړې او اماراتي لوبغاړي يې توپ وهنې ته را وبلل.
د اماراتو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې جوړې كړې، خو دا چې د افغانستان د هدف نيمايي ته و نه رسېده، نو د دويمې پاڼۍ توپ وهنه يې پيل كړه او افغان لوبډلې ته يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۹ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې ياد هدف په پنځه اعشاريه درې اورونو کې پوره کړ د يادې لوبې اتلولي يې خپله کړه.
افغان لوبډلې دې سيالۍ ته د چمتووالي په هدف ډېر تمرينونه كړي وو.
افغانستان د انټرکانټېنېټل کپ سياليو په جدول کې د ۱۰۱ نومرو په دردلو سره تراوسه لومړى ځاى درلود، چې په دې سره يې شل نومرې نورې هم ترلاسه کړې او د ۱۲۱ نومرو په درلودو سره په اول مقام کې پاتې شو.
افغانستان له پيله ښه لوبه وکړه، او په دې سره د لويو وچو اتل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA