ads

لوګر کې ۱۱ بهرني وسله وال نيول شوي

په لوګر ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ۱۱ بهرني وسله وال نيول شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
9 لیندۍ 1396
لوګر کې ۱۱ بهرني وسله وال نيول شوي

په لوګر ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ۱۱ بهرني وسله وال نيول شوي دي.
د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ مازديګر  د ازرې ولسوالۍ د کوزې چوترې په سيمه کې د افغان ځواکونو لخوا يولس بهرني چيچنيان چې په کې سړي، ښځې او ماشومان شامل دي، د دوه ميله راکټونو، دوه ميله کلاشينکوف، يو عراده موټر سايکل او يو ډادسن موټر سره يوځای نيولي دي.
سرچينه زياتوي، له سيمې څخه د معلوماتو پر بنسټ ياد کسان د ننګرهار ولايت له خوږياڼو او حصارک ولسوالۍ څخه لوګر ته روان وو، چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او يولس واړه ونيول شول.
د يادونې ده، چې څو مياشتې وړاندې هم د افغان ځواکونو لخوا په څرخ ولسوالۍ کې په يولړ عملياتو کې اته بهرني اتباع وژل شوي هم وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA