ads

ولایتونو کې د سوداګرو د ستونزو د حل په هدف د خصوصي سکټور په نوم کمېټې جوړېږي‎

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکي په پام کې لري، چې په هېواد کې د سوداګرو ستونزو د تشخيص او حل په هدف په ولايتونو کې د خصوصي سکټور په نوم کمېټې رامنځته کړي.

نویسنده: sarwan
8 لیندۍ 1396
ولایتونو کې د سوداګرو د ستونزو د حل په هدف د خصوصي سکټور په نوم کمېټې جوړېږي‎

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکي په پام کې لري، چې په هېواد کې د سوداګرو ستونزو د تشخيص او حل په هدف په ولايتونو کې د خصوصي سکټور په نوم کمېټې رامنځته کړي.
دوى وايي، دغه کمېټې به په منظم ډول د سوداګرو ستونزې له وزارت سره شريکوي او حل لارې به ورته مومي.
هغوى سوداګرو ته ډاډ ورکوي، چې د ملي يووالي حکومت د خصوصي سکټور ملاتړ او د ستونزو حل ته پوره ژمن دى.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګريزو چارو مرستياله کامله صديقي، چې په همدې هدف هرات ته تللې، داسې وايي.
خو يو شمېر سوداګر بيا دا ډول كمېټې او د نوموړي وزارت غونډې نمايشي بولي او نيوکه کوي، چې حکومت لا هم د سوداګرو د ستونزو حل ته پام نه کوي.
د هرات د صنعتكارانو ټولنې مشر حميدالله خادم شکايت کوي، چې حکومت د خصوصي سکټور د ستونزو حل او ملاتړ په برخه کې هېڅ نه دي کړي او ناامني لا هم تر ټولو ستر خنډ دى.
ناامني، د برېښنا کمښت، په ګمرکونو كې فساد او له بهر څخه د مشابه توکو واردات د افغان سوداګرو په وړاندې تر ټولو ستر خنډونه بلل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA