ads

د پکتيکا د درېيو لوړ پوړو چارواکو دندې وځنډول شوې

راپورونه وايي، د پکتيکا د والي محمدالياس وحدت، د امنيې قوماندان جنرال محمد عظيم هاشمي او د سپين غر زون د پوليسو د قوماندان اسدالله شېرزاد دندې د جمهور رييس له لوري ځنډول شوې دي، خو رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نویسنده: sarwan
7 لیندۍ 1396

د پکتيکا د والي وياند محمد رحمن اياز په دې اړه کليد ته وويل، چې دوی هم دغه اوازې له يو شمېر رسنيو اورېدلي دي، خو په رسمي توګه يې څه نه دي ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د يکشنبې په ورځ د پکتيکا په مرکز ښرنه ښار کې د پوليسو د ريزرف د قطعې د قوماندان رمزي اندرابي او د ښار د لومړۍ حوزې د قوماندان تحمل شېرزاد ترمنځ په خپل منځي نښته کې د نظامي او ملکي کسانو په ګډون ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د يادونې ده، چې د ښرنې ښار د لومړۍ حوزې امر تحمل شېرزاد د سپين غر زون د پوليسو د قوماندان اسدالله شېرزاد زوی دی او د ريزرف د قطعې قوماندان رمزي اندرابي د غيور اندرابي ورور دی، چې رمزي د غيور تر مړيني وروسته په دنده ګمارل شوی.
همدارنګه په دې اړه، تېره ورځ د دې پېښې د غبرګون په اړه په ښرنه کې يو پراخ لاريون هم وشو، چې سلګونو کسانو په کې برخه اخيستې وه او د دې پېښې د عاملينو د علني محکمې غوښتنه يې کوله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA