ads

د امنيتي ځواکونو د قربانيانو کورنيو ته د استوګنې د زر اپارتمانونو د جوړولو پروژه پرانيستل شوه

د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو ورثې لپاره د استوګنې د يو زر اپارتمانونو د جوړولو پروژې مراسم نن له غرمې مخکې د جمهوررئيس محمد اشرف غني په وينا په ارګ کې پرانيستل شول.

نویسنده: sarwan
7 لیندۍ 1396
د امنيتي ځواکونو د قربانيانو کورنيو ته د استوګنې د زر اپارتمانونو د جوړولو پروژه پرانيستل شوه

د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو ورثې لپاره د استوګنې د يو زر اپارتمانونو د جوړولو پروژې مراسم نن له غرمې مخکې د جمهوررئيس محمد اشرف غني په وينا په ارګ کې پرانيستل شول.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررئيس غني وويل، نن د مسکن جوړولو لپاره د خلکو د غوښتنو د پوره کېدو نېکمرغه ورځ ده. هغه په افغانستان کې دپانګونو له کبله د افغانستان لپاره د قطر نا استوګن سفير او د الغرافه خيريه بنسټ رييس شېخ علي بن عبدالله ال ثاني ځانګړې قدرداني وکړه او د ښار جوړولو وزارت او اړوند بنسټونو هڅې يې وستايلې.
جمهوررئيس د افغانستان لپاره د قطر نا استوګن سفير ته په خطاب کې وويل، څو کاله مخکې يې له افغانستان سره د همکارۍ اساس کېښود، چې نن يې د مثبتو پايلو شاهدان دي.
هغه زياته کړه، دا پروژه يوازې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو ورثې لپاره په پام کې نيول شوې ده.
په ياده غونډه کې د ښار جوړولو وزير سيد سعادت منصور نادري وويل، دا پروژه چې تر کار لاندې ده د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيانو ورثې لپاره په کې زر د استوګنې اپارتمانونه په پام کې نيول شوي، چې د افغانستان لپاره د قطر نااستوګن سفير او د الغرافه خيريه بنسټ رئيس شيخ علي بن عبدالله ال ثاني يې تمويلوي.
د ښار جوړولو وزير وويل، د يادې پروژې د جوړولو تفاهم ليک دوه کاله مخکې ښار جوړولو وزارت او الغرافه خيريه بنسټ لاسليک کړی و، چې په دوه کالوکې د استوګنې اپارتمانونو د جوړولو سيمه مشخصه او طرحه او ډيزاين يې هم بشپړ شو.
د ښار جوړولو وزير همدارنګه زياته کړه، شيخ علي بن عبدالله ال ثاني موافقه کړې چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰ ميليون ډالره مرسته کوي.
په ورته وخت کې د الغرافه خيريه بنسټ رئيس په فراه ولايت کې د خرما بڼ جوړولو لپاره پانګونې ته په اشارې وويل، په دغه ولايت کې تر راتلونکي يو کال پورې د دوی پانګونه ثمر ته رسېږي او هيله يې وښوده، چې دا پانګونې د ټولو پانګوالو د هڅونې لامل شي.
د يادونې وړ ده چې د يو زر استوګنې واحدونو جوړولو پروژه به د کابل خوشحال خان مېنه کې د ملي بس تصدۍ اړوند جايداد کې تطبيق شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA