ads

پکتيا کې پر طالبانو هوايي بريدونو کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پكتيا ولايت په درېيو ولسواليو كې د يكشنبې په ورځ د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو له لوري په ترسره شوو هوايي بريدونو کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
6 لیندۍ 1396
پکتيا کې پر طالبانو هوايي بريدونو کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پكتيا ولايت په درېيو ولسواليو كې د يكشنبې په ورځ د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو له لوري په ترسره شوو هوايي بريدونو کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيا ولايت مقام څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، لومړى بريد د ځاځي اريوب ولسوالۍ په درې خوله سيمه کې شوى، چې نهه طالبان په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، په ټپيانو کې يو تن د پاکستان تر کنټرول لاندې د قبايلي سيمې صدې اوسېدونکى دى.
د سرچينې په خبره، دويم بريد د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سيمه کې دوه تنه موټر سايکل سپاره طالبان وژلي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، درېيم بريد جاني خېلو ولسوالۍ کې شوى، چې له كبله يې اووه طالبان وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.
د پکتيا ولايت مقام وايي، په دغو بريدونو کې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له مينځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د يادو هوايي بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA