ads

نسرين اورياخېل: روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسى د پكتيا ښځو ته پرته جدي ستونزه ده

د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي سره د مبارزې نړيواله ورځ ده.
خو دا ورځ په پکتيا کې پرون د ولايتي ادارې او ښځو چارو رياست له لوري ونمانځل شوه.

نویسنده: sarwan
6 لیندۍ 1396
نسرين اورياخېل: روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسى د پكتيا ښځو ته پرته جدي ستونزه ده

د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي سره د مبارزې نړيواله ورځ ده.
خو دا ورځ په پکتيا کې پرون د ولايتي ادارې او ښځو چارو رياست له لوري ونمانځل شوه.
د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل وايي، په دې ولايت کې لا هم د ښځو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي او د دوى د پرمختګ مخه يې نيولې ده.
د اورياخېل په خبره، بشپړو روغتيايي اسانتياوو ته نه لاسرسى د پكتيا د ښځو په مخ كې پرته جدي ستونزه ده.
د پکتيا د ښځو چارو رئيسې له ديني عالمانو وغوښتل، چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره رغنده رول ولوبوي.
د پکتيا ولايتي ادارې مسوولين وايي، په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه مخ په زياتېدو ده او دوى په دې برخه کې ورته ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA