د کابل اوبو رسولو منځمهالې پروژې دويم فاز د دويمې برخې MTP1 قرارداد د اوبو رسولو د شرکت د لوی رئيس انجينر حميدالله يلاني او د فيکای ترکي شرکت ترمنځ په ارګ کې د ښاري پراختيا عالي شورا غونډې په پای کې د جمهوررئيس محمد اشرف غني په حضور کې لاسليک شو.
د يادې پروژې دويم فاز د دويمې برخې په رغولو پنځه اعشاريه ۷ ميليون ډالره لګښت راځي، چې د امريکا متحدو ايالتونو د پرمختيايي ادارې له لوري ورکول کېږي.
په دې پروژه کې پر وزير محمداکبرخان غونډۍ د ۵ زره مټره مکعب په ظرفيت د اوبو د ذخيرې او خونې جوړول او له ذخيرې څخه د اوبو رسولو شبکې ته د اوبو د انتقالي پايپ نښلول شامل دي.
د يادولو ده، چې د دې پروژې په لومړۍ برخه کې د کليکتورونو جوړول او د لوګر سيند څخه وزيرمحمداکبرخان غونډۍ ته د اوبو انتقالي پايپ شامل دي، چې دمخه يې قرارداد شوی او کار يې روان دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ