ads

د تدارکاتو ملي کمېسيون د يو اعشاريه ۳ ميلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون د جمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ياد کمېسيون غونډې د يو اعشاريه ۳ ميلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل.

نویسنده: sarwan
6 لیندۍ 1396
د تدارکاتو ملي کمېسيون د يو اعشاريه ۳ ميلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون د جمهوررئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ياد کمېسيون غونډې د يو اعشاريه ۳ ميلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په منظور شويو قراردادونو کې د علي اباد روغتون د سرطان د درملنې مرکز، د کابل پوهنتون د عامه او پاليسۍ ادارې د پوهنځي، د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي، د جوزجان ولايت د ۱۰۰ بستريز روغتون د تعميرونو جوړول، کابل ښار پورې اړوند د بوستان سړک ساختمان جوړول، د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د لس کيلو مټره سړک جوړول، د جوزجان د سل بستريز روغتون جوړول، د شهيد سردار محمد داوود خان د روغتون ترميمول او يو شمېر نور قراردادونه شامل دي.
خبرپاڼه زياتوي، د يادو قراردادونو سربېره د ملي تدارکاتو کمېسيون د پروان د چاريکارو د اوبو رسونې د شبکې د پروژې د وخت تمديد هم منظور کړ.
همدارنګه د ملي تدارکاتو کمېسيون د عامې روغتيا وزارت هغه غوښتنه رد کړه، چې له مخې به يې دې وزارت ته ۱۲۱ امبولانسونه اخيستل کېدل.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA