د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره د انټرکانټېنېنټل کپ څلور ورځنۍ سيالۍ په هدف تېره شپه دغه هېواد ته ورسېده.
دا سيالي د روانې نومبر مياشتې له ۲۹مې نېټې د ډسمبر تر دويمې نېټې پورې ترسره کېږي.
له متحده عربي اماراتو سره د انټرکانټېنېټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د ټاكل شوې افغان لوبډلې مشري اصغر ستانکزى کوي او په لوبډله کې نورعلي ځدراڼ، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتى، حشمت الله شهيدي، ناصر جمال، افسر ځاځى، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، شرف الدين اشرف، دولت ځدراڼ او محمد يمين احمدزى ګډون لري.
د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، د يادې سيالۍ لپاره فريد احمد ملک، منير احمد او حمزه هوتک د احتياطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د انټرکانټېنېټل کپ سياليو په جدول کې د ۱۰۱ نومرو په دردلو سره تراوسه لومړى ځاى لري او که چېرې له متحده عربي اماراتو څخه دا لوبه وګټي او يا هم مساوي پاى ته ورسېږي، نو بيا هم افغانستان دغه کپ په خپل نوم کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ