ads

د نیمروز د خاشرود ولسوال د وسله والو په کمين کې ووژل شو

د نیمروز د والي وياند وايي، د خاشرود ولسوال د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې ووژل شو.
د دې ولايت د والي وياند احمد عرب کليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ورځ ناوخته د یادې ولسوالۍ د هلیلې په سیمه کې د يوه خښ کړل شوي ماين په چاودنه کې شوې ده.

نویسنده: sarwan
5 لیندۍ 1396

نوموړي زياته کړه، د خاشرود ولسوال لومړی د وسله والو په ماين وربرابر شو او وروسته ورباندې وسله والو ډزې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پېښه کې د ولسوال موټر له منځه تللی او نور هېچاته زيان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA