ads

جمهور رئيس غني د فارياب له يو شمېر مشرانو سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د خيراباد کلي له يو شمېر مشرانو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، يادو مشرانو د امنيتي او سيمه ييزو ستونزو او دغه راز د غير مسوولو وسله والو د ناوړه چلند په اړه خبرې وکړې.

نویسنده: sarwan
5 لیندۍ 1396

دوى د امنيت د ټينګښت د غوښتنې ترڅنګ په خيراباد کلي کې وروستيو پېښو ته د رسيدګۍ او د عاملينو پر مجازاتو ټينګار وکړ.
جمهور رئيس غني د هغوى د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته وويل، د افغانستان اساسي قانون د ټولو هېوادوالو پر حقونو ټينګار کوي.
هغه زياته کړه، افغانستان د ټولو هېوادوالو لپاره د امن کور دى او دى به د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندان په توګه له هغو افرادو او ډلو سره، چې خلک ځوروي، قاطع چلند وکړي.
د نوموړي په وينا، حکومت ياده موضوع تعقيبوي او د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې به د هغو كسانو په وړاندې، چې د خلکو د ځورونې سبب ګرځي، اقدام کېږي.
جمهور رئيس غني همدارنګه وويل، دغه راز به په ټولو سيمه ييزو ادارو کې هراړخيز اصلاحات راشي، ترڅو د دې ډول پېښو د تکرار مخنيوى وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA