ads

ولسي جرګې نن ته ۱۱ كانديد وزيران معرفي كېږي

ټاکل شوې نن د حکومت د يوه لوړپوړي چارواکي لخوا ولسي جرګې ته ۱۱ كانديد وزيران معرفي شي.

نویسنده: sarwan
4 لیندۍ 1396
ولسي جرګې نن ته ۱۱ كانديد وزيران معرفي كېږي

ټاکل شوې نن د حکومت د يوه لوړپوړي چارواکي لخوا ولسي جرګې ته ۱۱ كانديد وزيران معرفي شي.
د حکومت د لړليک له مخې ملي دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته فيض الله ذکي، د کانونو او پټروليم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته محمد شفيق ګل اغا شېرزى، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته حميد طهماسي، د لوړو زده کړو وزارت ته نجيب الله خواجه عمري، د کورنيو چارو وزارت ته ويس احمد برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شهزادګل اريوبي، د ټولګټو چارو وزارت ته يما ياري، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ته مجيب الرحمن کريم او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته نصير احمد درانى كانديد شوي دي.
د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان وايي، چې د دغو کسانو اسناد د حکومت له لوري ولسي جرګې ته سپارل شوي دي.
هغه زياتوي، د ولسي جرګې د رئيسانو کمېټې د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې نن د حکومت د يوه لوړپوړي چارواکي له لوري ۱۱ كانديد وزيران د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال ۱۴ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA