ads

ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران معرفي شول

د ملي يووالي حكومت نن ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران معرفي كړل.

نویسنده: sarwan
4 لیندۍ 1396
ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران معرفي شول

د ملي يووالي حكومت نن ولسي جرګې ته ۱۲ كانديد وزيران معرفي كړل.
د جمهور رئيس دوهم مرستيال سرور دانش وويل، چې د ملي دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت ته فيض الله ذکي، د کانونو او پټروليم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته محمد شفيق ګل اغا شېرزى، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته محمد حميد طهماسي، د لوړو زده کړو وزارت ته نجيب الله خواجه عمري، د کورنيو چارو وزارت ته ويس احمد برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شهزادګل اريوبي، د ټولګټو چارو وزارت ته يما ياري، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ته مجيب الرحمن کريمي، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته نصير احمد درانى او د اقتصاد وزارت ته مصطفى مستور كانديد شوي دي.
دانش له ولسي جرګې غوښتنه وكړه، چې يادو كانديد وزيرانو ته دې د تاييد رايې وركړي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال ۱۴ وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA