ads

هلمند کې د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د هلمند ولايت مرکز لښګرګاه کې پرون د کرکټ لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دا لوبغالى د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د نشه يي توکو په ضد د مبارزې وزارت په شاوخوا ۳۴ ميليونه افغانۍ لګښت په شل جريبه ځمکه کې د يو کال په موده کې جوړېږي.

نویسنده: sarwan
4 لیندۍ 1396

د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي، د هلمند والي حيات الله حيات، د ولسي جرګې غړو، د ځوانانو پارلمان رئيس اغا محمد قريشي او د غونډې نورو ګډونوالو د افغانستان د کرکټ وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې او هلمند ته يې د کرکټ بورډ رهبرۍ او ملي لوبغاړو د ورتګ هرکلى وكړ.
همداراز تېره ورځ د کرکټ بورډ رهبرۍ، ملي لوبغاړو، د هلمند والي او د نشه يي توكو په ضد د مبارزې وزارت مرستيال د ځوانانو د تشويق په هدف په کرزي لوبغالي کې له هغوى سره يوه لوبه هم ترسره کړه، چې شاوخوا ۱۰ زره مينه وال يې ليدلو ته ورغلي وو.
په پاى كې د افغانستان کرکټ بورډ په کرزي لوبغالي کې د همکاريو له كبله د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزيره، د هلمند والي، د ياد وزارت مرستيال، د ولسي جرګې غړې نسيمه نيازۍ او د هلمند ولايتي شورا غړى محمد کريم اتل تقدير کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA