د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې يو ځل بيا د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښتې پيل شوي، چې له کبله يې سلګونه كورنۍ بې ځايه شوې دي.
د خوګياڼو ولسوال شمس الحق ساپي کليد ته وويل، دغه نښتې د وزيرو په پيره خېلو سيمه کې پيل شوي، چې په ترڅ كې يې داعش ډلې له وسله والو طالبانو پنځه کلي نيولي دي.
نوموړي زياته كړه، چې له دغو کليو ۴۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي.
د ساپي په وينا، تېر ماښام نښتې درېدلي، خو لا هم په سيمه کې وضعيت د اندېښنې وړ دى.
مسوولين وايي، چې بې ځايه شوو كورنيو ته د مرستو رسولو هڅې يې پيل كړې دي.
داعش ډلې او وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د خوګياڼو په وزيرو کې له تېرو څو اونيو راهيسې د داعش او طالب وسله والو له لوري وقفه يي نښتې روانې دي، چې له كبله يې ګڼ شمېر کورنۍ کډه شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ