ads

افغان حكومت د مصر پرونۍ پېښه په كلكو ټكو وغندله

افغان حكومت د مصر پرونۍ پېښه، چې له كبله يې سلګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په كلكو ټكو وغندله.
په مصر کې د جمعې لمانځه په مهال په يوه خونړۍ چاودنه او ډزو کې لږ تر لږه ۲۳۵ تنه وژل شوي او تر سلو ډېر نور ژوبل دي.

نویسنده: sarwan
4 لیندۍ 1396
افغان حكومت د مصر پرونۍ پېښه په كلكو ټكو وغندله

افغان حكومت د مصر پرونۍ پېښه، چې له كبله يې سلګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په كلكو ټكو وغندله.
په مصر کې د جمعې لمانځه په مهال په يوه خونړۍ چاودنه او ډزو کې لږ تر لږه ۲۳۵ تنه وژل شوي او تر سلو ډېر نور ژوبل دي.
د سينا ولايت د بيرالعبد ښار په يوه جومات کې له چاودنې وروسته پر لمونځ کوونکو ډزې وشوې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، د افغانستان خلك، چې له تېرو څو لسيزو راهيسې د ترهګرۍ له ګواښونو او بريدونو ځورېږي او له دې كبله ورته زيات ځاني او مالي زيانونه رسېدلي دي، د دې خونړۍ پېښې د قربانيانو د كورنيو درد او رنځ له ټولو نه زيات احساسوي.
د ملي يووالي حكومت د ترهګرۍ د شومې پديدې په ضد د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې ټينګار كړى او د مصر حكومت او خلكو ته يې د همدردۍ او غمشريكۍ مراتب وړاندې كړي دي.
مصرۍ سرچينې وايي، چې دا بريد داعش ډلې کړى دى.
خو داعش يا کومې بلې سختدريځې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د مصر حکومت په دې مناسبت درې ورځنى ملي ماتم اعلان كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA