ads

هلمند کې په يوه ديني مدرسه د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۸ تنه ټپيان شوي

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې په يوه ديني مدرسه د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۸ ماشومان ټپيان شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 لیندۍ 1396
هلمند کې په يوه ديني مدرسه د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۸ تنه ټپيان شوي

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې په يوه ديني مدرسه د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ۸ ماشومان ټپيان شوي دي.
يوې معتبرې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط کليد ته وويل چې تېره ورځ مازديګر ناوخته د ګرشک ولسوالۍ د اوبازانو په سيمه کې د هاوان مرمۍ په يوه ديني مدرسه لګيدلې چې په ترڅ کې يې د يادې مدرسې ۸ تنه زده کوونکي ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړه چې ياد ټپيان د ګرشک ولسوالۍ مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي او د۴تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی چې هغه يې مرکز لښکرګاه ښار ايمر جنسي روغتون ته راوړي دي.
د هلمند دامنيه قومندانۍ وياند عبدالسلام افغان هم د پيښې پخلی کوي. نوموړی وايي چې يادې مرمۍ د وسله ولو له لوري توغول شوې ده او تر دې مهاله پورې څرګنده نه ده چې څو تنه زده کوونکي پکې ټپيان يا وژل شوي دي.
له بل لوري تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA