ads

هلمند کې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو د افغان ځواکونه په روزنه پيل کړی

هلمند کې امنيتي مسوولين وايي، د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو افغان سرتېرو ته روزنه پيل کړې ده.

نویسنده: sarwan
1 لیندۍ 1396
هلمند کې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو د افغان ځواکونه په روزنه پيل کړی

هلمند کې امنيتي مسوولين وايي، د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو افغان سرتېرو ته روزنه پيل کړې ده.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو د تعليمي مرکز مشر ډګروال شاولي ځاځي کليد ته وويل، هلمند کې له تېرو څو اونيو راهيسې غوڅ ملاتړ ماموريت پورې اړوند د امريکا سمندري ځواکونو افغان ملي اردو سرتېرو ته د روزنې يوه نوې لړۍ پيل کړې ده، چې په کې به افغان ځواکونه د جګړې نوې تګلارې زده کوي.
دی وايي، دغوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونه افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او زياتوي، چې دا روزنه به د افغان ځواکونو د تلفاتو په شمېرو کې کموالی راولي او همدارنګه به نوي تکتيکونه زده کړي.
په ورته وخت کې بيا د هلمند په ۲۱۵ ميوند قول اردو کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت مشاور کېفټن مارک ډيل وايي، هڅه يې داده ترڅو افغان ځواکونو ته داسې روزنه ورکړي، چې په راتلونکي کال کې دوی د عملياتو پرمهال له کومو ستونزو سره مخ نه شي.
د ډيل په وينا، دوی افغان ځواکونو ته د هوايي ځواک له لوري د انتقال نوي او پرمختللي زده کړې ورکړې دي او زياتوي، دا لومړی ځل نه دی چې دوی افغان ځواکونو ته زده کړې ورکوي.
هغه وايي، راتلونکي ژمي کې به افغان ځواکونه پوره وړتيا ولري او له هېڅ ډول ستونزو سره به مخ نه شي.
د يادولو ده، چې د هلمند په ۲۱۵ ميوند قول اردو کې تردې دمه لس زره سرتېرو له تېرو له څو کلونو راهيسې په بېلابېلو برخوکې روزنه ورکول کېږي، چې د چارواکو په خبره تردې دمه ۸۸۸۵ کسانو ته د زده کړو سندونه ورکړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA