د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې تېره ورځ پر ملکي وګړو د ماين چاودنه شوې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ناوې ولسوالۍ په عينك سيمه كې پر عمومي سړک د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ شوي ماين چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.
د سرچينې په وينا، په وژل شوو كې د حيات الله په نوم پلار او د هغه لور شپږ کلنه بي بي عايشه شامل دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.