په افغانستان کې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن وايي، په هلمند ولايت کې يې د نشه يي توكو پر سترو مرکزونو، چې وسله وال طالبان ترې تمولېږي، هوايي بريدونه كړي دي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ ناوخته په يوه خبري غونډه کې وويل، د نشه يي توكو د فابريکو د له منځه وړلو په هدف يې وړمه شپه له «بي-۵۲» الوتکو هم په ګټې اخيستنې د هلمند ولايت پر يو شمېر سيمو هوايي بريدونه وكړل، چې له كبله يې ۵۲ بېرله نشه يي توكي له منځه يووړل شول.
جنرال نيکولسن زياته كړه، د افغانستان نشه يي توكي د کال ۶۰ ميليارده ډالر عوايد لري، چې ۲۰۰ ميليونه ډالر يې د طالبانو د مشرانو جېبونو ته لوېږي.
بلخوا جمهوري رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په هلمند كې د امريكايي ځواكونو په ملاتړ په هوايي بريدونو کې د نشه يي توکو د پروسس اته عمده مرکزونه له منځه تللي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د افغانستان حکومت دې ته په کتو، چې له جرمي اقتصاد سره له مبارزې پرته به د سولې او ثبات ټينګښت ستونزمن وي، د نشه يي توکو د پروسس سرچينو په نښه کولو لپاره جدي تصميم او تدابير نيولي، ترڅو په هېواد کې د نشه يي توکو د پروسس او سوداګرۍ ټول مرکزونه او سرچينې نابودې شي.