ads

هرات کې نامعلومو کسانو پر دوو نجونو کیمیاوي مواد شيندلي

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وایي، نن سهار ناپېژاندو کسانو د دوو نجونو پرمخ کمياوي مواد شيندلي او د درملنې په موخه روغتون ته وروړل شوې دي.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396
هرات کې نامعلومو کسانو پر دوو نجونو کیمیاوي مواد شيندلي

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وایي، نن سهار ناپېژاندو کسانو د دوو نجونو پرمخ کمياوي مواد شيندلي او د درملنې په موخه روغتون ته وروړل شوې دي.
د دې حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شېرزي کلید ته وویل، چې يادې نجونې ډېرې نه دي زيانمنې شوي.
شېرزی وايي، لا تر اوسه د پاشل شوو کمياوي موادو نوعيت نه دی معلوم، خو عدلي طب يې په اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.
يادې نجونې چې فرشته او یکتا نومېږي هرات کې د مدني فعال او د کارګرو د اتحادیې د مرستیال امین الله احمدي لورانې دي.
په دې اړه د هرات د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست سید احمد محمدي کلید ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخواه ۶:۱۵ دقیقې د ښار د ترقي پارک په سیمه کې هغه مهال شوې، چې دغه نجونې د یوه خصوصي کورس په لور روانې وې.
دی وايي، د پوليسو له لوري د پېښې د عاملينو د نيولو په اړه څېړنې پيل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA