ads

هرات كې ټرافيكي پېښې ۷ تنه ووژل

په هرات ولايت كې د ټرافيكي پېښې له كبله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست سيد احمد محمدي كليد ته وويل، چې دا پېښه د كَرُخ ولسوالۍ په دوست اباد سيمه كې د يو كرولا او سراچه موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396

هغه زياته كړه، په دې ټرافيكي پېښه كې اووه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
محمدي د پېښې علت تېز تګ او د موټر چلوونكي بې احتياطي په ګوته كوي.
د موټر چلوونكو نه مسلكيتوب، بې احتياطي، د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل او ځينې نور په هېواد كې د ټرافيكي پېښو علتونه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA