ads

لغمان کې له ۱۶۵۰ کډوالو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته یې د دغه ولایت په ۱۶۵۰ کډوالو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396
لغمان کې له ۱۶۵۰ کډوالو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته یې د دغه ولایت په ۱۶۵۰ کډوالو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

د  لغمان ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه ولایت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست په هڅو له هغو کورنیو سره چې تازه له پاکستانه خپل هېواد ته را ستنې شوې وې، د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.

سرچینه وایي، په برابره شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۴،۵ کیلو ګرامه غوړي، ۵ کیلو ګرامه دال او نور خوراکي توکي شامل وو.

خبرپاڼه زیاتوي، یادې مرستې د خوړو نړیوال پروګرام اوNCRO  په تخنیکي مرسته له ۱۶۵۰ کډوالو کورنیو سره ترسره شوې.

 

 

 

 

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA