ads

كجكي او موسى كلا ولسواليو كې هوايي او ځمكني عمليات شوي

د هلمند ولايت په كجكي او موسى كلا ولسواليو كې د هوايي او ځمكنيو عملياتو په مهال لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۴۸ ساعتونو كې ترسره شوي دي.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396

د سرچينې په وينا، د دغو هوايي او ځمكنيو عملياتو په ترڅ كې ۳۳ طالبان وژل شوي، د هغوى دوه پټنځايونه، يو د ماين جوړونې ځاى، د نشه يي توكو ۲۰ فابريكې، ۷۰ ميله سپکې او درنې وسلې او۱۸۰ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA