ads

كابل ښار كې اور لګېدنې شاوخوا ۲۰ دوكانونه وسوځول

د كابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند قواى مركز سيمه كې اور لګېدنې شاوخوا ۲۰ دوكانونه وسوځول.
د دويمې امنيتي حوزې مسوولين وايي، چې اور نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د قواى مركز سيمې په بوش سراى كې ولګېد، خو ژر د اطفايې د كار كوونكو له لوري مړ كړاى شو.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396

د دې حوزې امر سيد ظاهر كليد ته وويل، تراوسه د پېښې علت معلوم شوى نه دى.
بلخوا د بوش سراى دوكاندارانو د كليد خبريال ته ويلي، چې د شاوخوا ۲۰ زرو ډالرو په اندازې زيان ور رسېدلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA