ads

عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وينا وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په سيمه کې د تروريستانو د پټنځايونو د مسئلې پر حل ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د دې ستونزې حل به افغانستان سولې او ثبات ته نږدې کړي.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396
عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وينا وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په سيمه کې د تروريستانو د پټنځايونو د مسئلې پر حل ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د دې ستونزې حل به افغانستان سولې او ثبات ته نږدې کړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا په مهال زياته كړه، دوى باوري دي، چې په سيمه کې د تروريستانو د ملاتړو او د هغوى د پټنځايونو له منځه وړل او د دې مسئلې روښانول هغه څه دي، چې افغانان سولې او ثبات نه نږدې کوي.
عبدالله د هېواد امنيت تر نورو مسئلو لومړی وباله او ويې ويل، چې د ملګرو ملتونو له ټول توان څخه به د تروريزم له ټولو ډولونو سره د مبارزې په برخه كې پوره کار واخلي، ځکه د خلکو د ثبات او ارامۍ لپاره دا يوازينی تضمين دی.
اجرائيه رئيس زياته کړه، په تروريستانو کې ښه او بد نشته او بايد د ټولو تروريستي ډلو او فعاليتونو په وړاندې ګډه مبارزه وشي.
نوموړي څو ورځې وړاندې هم د امريکا له مرستيال جمهور رئيس سره د ترهګرو د پټنځايونو په اړه خبرې کړې وې او ويلي يې و، چې تراوسه پورې پاکستان کې د تروريستانو پټنځايونه يوه جدي ستونزه ده.
په ورته وخت کې د هېواد سياسي فعالان په دې باور دي، تر هغه چې پاکستان کې د تروريستانو پټنځايونه له منځه وړل شوي نه وي، افغانستان کې سوله نه شي راتلی او دننه په افغانستان کې به له تروريستانو سره جګړه روانه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA