ads

د كابل – جلال اباد لويې لارې د امنيت په هدف عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې يې د سېلاب يو لسم نمبر تصفيوي عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې دغه عمليات نن سهار د ملي اردو د لومړۍ لېوا په مشرۍ، له ملي، سيمه ييزو او عامه نظم پوليسو او د ملي امنيت ځواكونو سره يو ځاى پيل شول.

نویسنده: sarwan
30 لړم 1396

نوموړي زياته كړه، د دغو عملياتو هدف د کابل – جلال اباد لويې لارې د امنيت ټينګښت او په سيمه کې د ورانکاره فعاليتونو مخنيوى دى.
دا عمليات په داسې حال کې پيلېږي، چې له دې وړاندې د کابل – جلال اباد لويې لارې يو شمېر مسافرو شکايت کاوه، چې ډېرکله پر دغه لار وسله وال پلټنې کوي او ډېرى وخت دوى له ستونزو سره مخ كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA