ads

هېواد کې هرو پنځو ساعتونو کې يو ماشوم د سينه بغل ناروغۍ له کبله مري

د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، د وروستيو کلونو په پرتله د ماشوم د مړينې کچه ټيته شوې، چې ډېره برخه يې د سينه بغل د ناروغۍ له کبله وه، خو له هر څه سره سره بيا هم په هرو پنځو ساعتونو کې په دې ناروغۍ اخته يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نویسنده: sarwan
29 لړم 1396

د دې وزارت مرستيال فدا محمد پيکان، د سينه بغل ناروغۍ د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې ويلي، چې هر کال يو ميليون او سل زره وګړي، په سينه بغل ناروغۍ اخته خلک، چې ډېری يې ماشومان دي د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته وړل کېږي.
د پيکان په وينا، ماشومانو لپاره ياده ناروغۍ خطرناکه ده او زياته يې کړه، چې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره يې د ټول هېواد په روغتيايي مرکزونو کې ۲۵۰۰ بېلابېلې څانګې جوړې کړې دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې ياده ناروغي د ساړه موسم په پيلېدو او د هوا د ککړوالي له کبله په ماشومانو کې پيدا کېږي.
د يادولو ده، چې د روغتيايي مسوولينو په وينا، هر کال په افغانستان کې څه باندې ۱۵ زره ماشومان د سينه بغل ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA