ads

هلمند كې له زرګونو كورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

د خوراك نړيوال پروګرام په همكارۍ د هلمند د كډوالو چارو رياست لخوا پرون په دغه ولايت كې ۶۰۰۰ کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.

نویسنده: sarwan
29 لړم 1396
هلمند كې له زرګونو كورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

د خوراك نړيوال پروګرام په همكارۍ د هلمند د كډوالو چارو رياست لخوا پرون په دغه ولايت كې ۶۰۰۰ کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د مرستيال او سرپرست والي سردار محمد همدرد له قوله راغلي، دا مرستې به هغو بې ځايه شوو کورنيو ته ووېشل شي، چې د وروستيو جګړو له كبله يې کورونه پرېښي وي.
دى وايي، د مرستو دغه بهير به په پوره شفافيت سره ترسره شي او تر ټولو مستحقو کورنيو به ورسېږي.
هرې کورنۍ ته درې بوجۍ اوړه، درې بوشكې غوړي، دال او يو شمېر نور خوراکي توکي ورکول كېږي.
د هلمند د کډوالو چارو رئيس نقيب الله زمريال وويل، تراوسه يې د ۴۰۰۰ کورنيو سروې کړې، چې په خپل وخت به له مرستو برخمن شي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس عطاء الله افغان وايي، د کډوالو چارو رياست او مرستندويه ټولنې بايد له اړو، بېوزلو او بې ځايه شوو کورنيو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA